کرکټ؛ د افغانستان کم عمره لوبډله نن له بنګله دېش سره لوبه کوي

د افغانستان او بنګله دېش د تېرې لوبې یو انځور

ټاکل شوې چې د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله د د درې اړخیزو سیالیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش سره ترسره کړي.

د کرکټ بورډ د رسنیزې څانګې مشر عبدالله خان پکتاني ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې نن شنبه د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰بجې به افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ ښار په ټولیرېنس اوول لوبغالي کې پیل کړي.

پکتاني وویل: "افغانستان کرکټ بورډ اوسمهال د نولس کلنو کم عمره لوبغاړو د درې اړخیزه سیالیو کوربتوب په غاړه لري چې په کې د افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا کم عمره لوبډلې شاملې دي."

هغه وایي، هره لوبډله یو د بل پر وړاندې دوه - دوه ځل لوبېږي چې افغان لوبډله به دویمه لوبه د مارچ په ۲۲مه له سریلانکا د مارچ په۲۴مه له بنګله دېش او د مارچ په ۲۸مه بیا هم له سریلانکا سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

د پکتاني په ټکو، د لوبلړۍ په پای کې به د نومرو په جدول کې دوه مخکښې لوبډلې پایلوبه ولوبوي.

افغانستان کرکټ بورډ دې سیالیو ته د ۲۱ لوبغاړو نوې ډله لېږلې چې موخه یې راتلونکو سترو سیالیو ته د غوره لوبډلې جوړول ښودلي دي.

دغه راز د دې لوبلړۍ تر پای وروسته به د افغانستان د نویو زلمیو لوبډله د اپرېل په لومړۍ او دویمه نېټه د سریلانکا پر وړاندې د دوه یوورځنیو لوبو لړۍ هم ترسره کړي.

باید وویل شي چې افغان لوبډلې تېره اونۍ د بنګله دېش پر وړاندې هم دوه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې وګټله او په دویمې لوبې کې مېلمه لوبډلې ماتې ورکړه.