روسیې د پوتین د نیولو په موخه د جرمونو نړیوالې محکمې حکم ته غبرګون ښودلی

ولادیمیر پوتین رئیس جمهور روسیه

د جرمونو نړیوالې محکمې له اوکراین څخه روسیې ته د ماشومانو د غیرقانوني انتقال په قضیه کې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین مسوول بللی او د هغه د نیولو حکم یې ورکړی دی.

دې محکمې پرون په یوه بیان کې د پوتین دا اقدام له جنګي جنایت سره انډول عمل بللی دی.

د بیان له مخې محکمې د روسیې د ماشومانو د حقونو د کمېشنرې ماریا لووبلوا د نیولو حکم هم ورکړی دی او ادعا یې کړې چې نوموړې روسیې ته د ماشومانو د انتقال په چاره کې په مستقیمه ډول لاس درلود.

په بیان کې راغلي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې د څارنوالۍ څانګه له محاکمې مخکې دې نتیجې ته رسېدلې ده چې دواړه تورن په جنګی جنایت او په مشخص ډول د اوکراین له اشغال شویو سیمو د خلکو د جبري کوچ چې د اوکراینی ماشومانو د غیرقانوني انتقال په بڼه ترسره شوی دی، لاس درلود.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف په غبرګون کې ویلي چې په دې اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې پوښتنې سپکاوی دی او د منلو وړ نه دي.

هغه زیاته کړه چې روسیه د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر د جرمونو د نړیوالې محکمې پرېکړې په رسمیت نه پېژني.