نی: تر اوسه درې خبریالان د طالبانو په زندان کې دي

ارشیف: د افغانستان د بېلابېلو رسنیو خبریالان

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاټر اداره یا نی وايي، تر اوسه درې خبریالان د طالبانو په زندان کې دي.

د نی مسوول ظریف کریمي نن ازادي راډیو ته وویل، اوسهال په خوست ولایت کې خیرالله پرهر، په کابل کې مرتضی بهبودي او په پروان کې قدرت الله نوري د طالبانو په بند کې دي.

هغه وویل: "مونږ په ځلونو هڅه وکړه څو د دې خبریالانو دوسیې د رسنیو د سرغړاويو کمېسیون او قانوني لارو وڅېړو."

کریمي زیاته کړه تر واسه په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

سبا د کب۲۷مه په افغانستان کې د خبریالانو د ملي ورځې ده.

د خبریالانو ملي ورځ د ۱۳۹۲ هجري لمریز کال راهیسې د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ پورې په مراسمو نمانځل کېده.