د جرمونو نړیوالې محکمې د ولادیمیر پوتین د نیولو امر صادر کړ

ولادیمیر پوتین رئیس جمهور روسیه

د جرمونو نړیوالې محکمې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر د هغه وضعیت په خاطر چې په اوکراین کې يې رامنځته کړی، صادر کړ.

له دې سره همهاله، روسیه کې د ماشومانو د حقونو د یوې چارواکې ماریا لیفوفا بیلوفا په اړه هم ورته حکم شوی دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې نن وویل، قوي شواهد لري چې وښیي پوتین او بیلوفا په اوکراین کې د جنګي جرمونو او روسیې د ته د اوکراینیانو په تبعید کې مسوول دي.

ډېره اندېښنه د ماشومانو په اړه ښودل شوې ده.

د روسیې حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.