راپور: روسیې په اوکراین کې له بشري حقونو پراخې سرغړونې کړي

پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

یو خپلواک نړیوال تحقیقاتي کمېسیون چې ملګري ملتونه یې ملاتړ کوي وايي چې روسیې څه باندې کال مخکې پر اوکراین د غیرموجه یرغل له پیله له بشري حقونو او نړیوالو بشري نورمونو پراخې سرغړونې کړي دي.

دغه کمېسیون پرون پنجشنبه په یوه راپور کې وویل، په دغو سرغړونو کې په لوی لاس د ملکیانو وژنې، شکنجه، غیرقانوني زنداني کول، تجاوز او د جنسي ځورونې نورې بڼې، دغه راز د مسکو تر ولکې لاندې سیمو څخه روسیې ته د ماشومانو اجباري اخراج شامل دي.

د کمېسیون په وینا، ممکن د اوکراین د انرژۍ پر بنسټونو د روسیې د پراخو حملو څپه د بشریت پر ضد جنایت وګڼل شي او باید نورې څېړنې ورباندې وشي.

دغه کمېسیون چې د بشري حقونو درې خپلواک کارپوهان په کې شامل دي، پر اوکراین د روسیې تر یرغل لنډه موده وروسته تر اضطراري بحث وروسته ایجاد شو.