افغان کرکټ ملي لوبډلې له پاکستان سره تر سیالۍ وړاندې تمرینات کړي

افغان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ملي لوبډلې پرون د پاکستان پر وړاندې د راروانو سیالیو لپاره د چمتووالي تمرینات وکړل.

ټاکل شوې په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي ټیمونه درې شل اووره نړیوالې سیالۍ وکړي.

لومړۍ سیالۍ به راروانه جمعه، دویمه د مارچ پر شپږویشتمه او درېیمه د مارچ پر اووه ویشتمه وشي.

وروسته له هغې چې اسټرالیا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سخت دریځ له امله له افغان لوبډلې سره له سیالیو ډډه وکړه، د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه ژمنه کړې وه چې د کرکټ له سترو هېوادونو سره به د دوه اړخیزو لوبو پر چمتوالي جدي کار کوي.