اوکرایني سرتېرو بخموت او شاوخوا سیمو کې د روسیې تازه حملې په شا تمبولي

بخموت کې د جګړې لومړۍ کرښه

د اوکراین ځواکونو په بخموت ښار او شاوخوا سیمو کې یې د روسیې یو لړ تازه حملې په شا تمبولي دي.

د اوکراین پوځ نن سهار وختي ویلي، د دونیڅک په بخموت کې د روسیې له خوا د استوګنې پر دوو سیمو د توغندیو حملې، په ملکي اوکراینیانو کې د مرګ ژوبلې سبب شوې دي.

د دونیڅک والي پاولو کیریلینکو په ټیلګرام کې لیکلي، له پرون راهیسې دوه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په یوه راپور کې ویلي چې د روسیې پوځیانو پرون د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د کرښې په اوږدو کې څه باندې ۷۰ حملې کړې دي.