په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو په اړه د یوې کره ارزونې غوښتنه شوې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې سازمان له سرمنشي غوښتي، څو په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو په اړه یوه کره ارزونه وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې سازمان له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش غوښتي، څو یو خپلواک پلاوی وټاکي چې د افغانستان د وضعیت ارزونه وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

امنیت شورا دا غوښتنه په یوه پرېکړه‌لیک کې کړې چې پرون د جاپان او متحده‌عربي اماراتو له‌خوا وړاندې شو او د امنیت شورا غړو په غوڅ اکثریت تصویب کړ.

په دې پرېکړه کې راغلي چې د نړیوالو کارپوهانو دا پلاوی باید د نومبر له ۱۷مې نېټې وړاندې خپل راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د دې پرېکړه‌لیک له تصویب وروسته، په ملګرو ملتونو سازمان کې د متحده‌عربي اماراتو دایمي استازې لانا ذکي نُصیبه وویل، دا غوښتنه په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه د امنیت شورا اندېښنه ښيي او د دوامداره او نړیوالو هڅو پرته به اوسنی کړکېچن حالت نور هم خراب کړي.

هغې وویل: "دا وړاندیز ښيي چې افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې له سختې خرابۍ، د بشري اړتیاوو او د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو او همدا ډول د بې ثباته اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی."

په دې غونډه کې د جاپان دایمي استازي ایشاکاني کمیهیرو وویل، د طالبانو د ناسمو کړنو له امله په افغانستان کې ستونزې زیاتې شوي دي.

کمیهیرو وايي: "افغانستان له ډېرو ننګونو سره مخ دی. ناړه بشري او اقتصاد وضعیت، د ترهګرۍ دوامداره ګواښ او تر ټولو پورته، د زده‌کړې او کار په برخه کې د نجونو او ښځو لپاره د فرصتونو ضایع کول."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې شپې په غونډه کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق هم د طالبانو په افغانستان او افغانانو په ځانګړي ډول نجونو او ښځو راغلی وضعیت د طالبانو د ناسمو سیاستونو پایله وبلله او د حل لپاره یې د سیاسي ډیالوګ په پیل ټینګار وکړ.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد فایق

فایق وویل: "راتلونکي ته په کتو، په افغانستان کې د ارامۍ او ثبات لپاره یوې اغېزمن او غوره اداري همه‌شمول او مشروع ساختار ته اړتیا ده چې وشي کولای خلکو ته بنسټیز خدمتونه وړاندې کړي. له همدې امله موږ هیله‌مند یوو چې ملګري ملتونه د یوناما د نورو کارونو ترڅنګ، د یوه معنا لرونکي سیاسي بهیر د پیل لپاره په سیاسي ډیالوګ هم تمرکز وکړي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان وضعیت دې سم وارزول شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد وویل: "که دوی په دې برخه کې مسوولانه ګام واخلي او بیا بیا ارزونې وکړي او له نږدې د اسلامي امارت له مسوولینو سره مسایل شریک کړي او ځواب واخلي، امکان لري چې مثبت تمام شي او د ښه تفاهم په ایجاد کې ګټه وکړي."

طالب چارواکي داسې مهال د افغانستان د وضعیت د سمې اروزنې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌‌لیک هرکلی کوي چې پرون د دې شورا په خبرپاڼه کې لیکل شوي، د طالبانو له سرپرست حکومت څخه یې چې کومې هیلې وې، په دې برخه کې کم پرمختګ شوی دی.