هندي چارواکي: د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه مو دریځ نه دی بدل شوی

د هند ملي بیرغ

هند وايي، په کابل کې د طالبانو د رژیم د نه رسمیت پېژندلو په اړه یې دریځ نه دی بدل شوی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ارندام باګچي دا خبره پرون پنجشنبې د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته وکړه چې پر اساس یې ویل شوي وو چې هندیانو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته د دیپلوماسۍ انلاین کورس دایر کړی دی.

خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې دوی د دې هدف لپاره کابل ته څوک نه دي لېږلي.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.