د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځاوه

د ملګرو ملتونو بیرغ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ په یوه خوله د ۲۶۷۸ نمبر پرېکړه لیک په تصویبولو په افغانستان کې د یوناما یا د ملګرو ملتونو ځانګړی مرستندوی ماموریت د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۷ پورې تمدید کړ.

د امنیت شورا غړیو په عین حال کې په افغانستان کې د یوناما او د ملګرو ملتونو د نورو ادارو د حضور د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یو بل پرېکړه لیک هم تصویب کړ.

۲۶۷۹ نمبر پرېکړه لیک د افغانستان له ستونزو سره د مقابلې لپاره د یوې همغږې او منسجمې تګلارې د جوړولو په خاطر د خپلواکې او هر اړخیزې ارزونې په مقصد د سپارښتنو غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور

د سیاسي چارو شنونکی صلاح الدین سعیدي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت تصویب مثبت ګام بولي او وايي، د دې معنا دا ده چې نړیواله ټولنه افغانستان ته شا نه اړوي.

مهمه دا ده چې د نړیوالې ټولنې مرسته او کومکونه طالبانو او نورو ډلو ته حداقل شي او مرستې مستقماً ملت ته ورسېږي.

هغه وویل: "په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او خیریه موسسو د کار تم کېدل په دې نامه چې طالبان دا یا هغه څه کوي په واقعیت کې د افغانستان خلکو ته شا کول دي او دا شا کول نه له اخلاقي لحاظه او نه د منطق او قانون له لحاظه د منلو دي. مهمه دا ده چې د نړیوالې ټولنې مرسته او کومکونه طالبانو او نورو ډلو ته حداقل شي او مرستې مستقماً ملت ته ورسېږي."

په امنیت شورا کې د یوناما د ماموریت د تصویبېدو په درشل کې د تېرې جمعې په ورځ د سولې نړیوال انسټېټوټ په یوه راپور کې، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر یا اوچا په ویبپاڼه کې خپور شو، وویل چې د امنیت شورا غړي د ملګرو ملتونو او طالب چارواکو ترمنځ د سیاسې معاملې د مناسبې سطحې په اړه اختلاف لري، په تېره بیا وروسته له هغې چې طالبانو د افغان ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو په پالیسۍ کې هېڅ بدلون رانه ووړ.

په راپور کې راغلي چې سیاسي معاملې، بندیزونه، د ناورین مدیریت او د مرستو کمېدل، پراختیايي پروګرامونه، د ترهګرۍ ګواښ او د بشري حقونو پر له پسې سرغړونې، دا ټول به د افغانستان په اړه په وروستیو خبرو او د یوناما د فعالیتونو پر دوام اغېز وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه د فبرورۍ د ۲ نېټې په راپور کې ویل شوي و چې په افغانستان کې د یوناما اوسنی ماموریت، چې د مارچ په اوولسمه پای ته رسیږي، مهم دی.