ډپیلوماټ: د افغان نجونو لپاره لیدلوری تیاره دی

د کابل پوهنتون يو شمېر محصلانې، ارشيف

ډپیلومات خپرونه:

‌ډپیلومات خپرونې د هغو افغانو نجونو او ښځو برخلیک ته پام اړولی چې له زده‌کړو او کار کولو محرومې شوي دي.

ډپیلوماټ لیکي، د طالبانو له‌خوا د ښځو د فعالیتونو او زده‌کړو د محدودولو سره د افغان نجونو لپاره لیدلوری تیاره دی.

د خپرونې په ټکو، دغه بندیزونه به په بېلابېلو برخو کې ستونزې وزېږوي.

لومړی هغه نجونې چې نه‌شي کولی ثانوي زده‌کړې وکړي، طبعاً په راتلونکي کې به له زده‌کړو محرومې وي او هغه ښځې چې له کار کولو راګرځول شوي دي، کورنۍ به يې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ وي هغه هم په داسې هېواد کې چې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، ۹۷ سلنه نفوس يې د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي.

خو خپرونه لیکي، ستونزه دلته نه خلاصېږي، زیاتره هغه نجونې چې اوس پر کورونو ناستې دي د جنسي او جسمي تاوتریخوالي قرباني دي.

خپرونه د ملګرو ملتونو د راپورنو په حواله وړاندې لیکي چې په افغانستان کې ۲۸سلنه هغه نجونې چې عمرونه يې له ۲۰ څخه تر ۲۴ کلونو دي له ۱۸ کلنې وړاندې واده کولو ته مجبوره شوي او اوس چې طالبانو واکمن دي، د دې امکان شته چې دا شمېر زیات شي.

د ډپیلوماټ خپرونې په بله برخه کې راغلي چې بې له شکه د دغو نجونو ځینې يې له هېواد څخه د تېښتې په فکر کې دي.

خو د خپرونې په باور د افغانو نجونو لپاره په مالي لحاظ د سفر تمویل هم لویه ستونزه ده.

بل ستونزه له افغانستان څخه په یوازې ځان د یوې نجلۍ بهر ته سفر کول دي، حتی که دوی له افغانستان څخه ووځي هم ، هیڅوک په بهر کې د یوې ځوانې نجلۍ امنیت نه‌شي نیولی.

د خپرونې په ټکو، هغه افغانې ښځې او نجونې چې د طالبانو له راتګ وروسته ایران او پاکستان ته تللي په هغو هېوادونو کې بې برخلیکه دي او هغوی چې په موقتي ویزو ژوند کوي پوهنتونو ته تګ او د زده‌کړو د ادامې اجازه نه‌لري.

که څه هم اروپايي هېوادونو افغانو کډوالو او نجونو ته د اسانتیاو د برابرولو ژمنه کړې خو، د ډپیلوماټ په خبره په دغو هېوادونو کې هم د لنډې مودې لپاره باید افغانې نجونې یو شمېر ستونزې وزغمي.

ډيلي مېل:

د ډیلي مېل ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم په برخلیک لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د هرو درېیو نجونو څخه چې د افغانستان د فوټبال د ټیم د لوبغاړو په نوم بریتانيا ته انتقال شوي دي یو يې د ملي ټیم غړیتوب نه‌لري.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ورځپانې ته ویلي، د هغه افغانو نجونو لېست یې چې د لوبغاړو په نوم دوی ته ورکړل شوی و، څېړلی او د هغوی په هویت کې یې هېڅ ډول ستونزه نه‌ده پیدا کړې، خو دا چې دوی د افغانستان د فوټبال د ټیم لوبغاړې دي او کنه تر اوسه معلومه نه‌ده.

ورځپاڼې په بریتانیا کې د ۱۳ تنو دغو نجونو سره خبرې کړي دي چې ځینو يې حتی د یو ځل لپاره هم د فوټبال لباس نه‌دی اغوستی، په داسې حال کې چې د فوټبال ټیم یو شمېر نجونې په افغانستان کې په خپلو کورونو کې بې برخلیکه پاتي دي او ورځپاڼه توانېدلې چې هغوی سره خبرې وکړي.