پولنډ نهه کسان روسيې ته د جاسوسۍ په تور نيولي دي

د پولنډ پولیس، ارشیف

د پولنډ حکومت ۹ تنه روسیې ته د جاسوسۍ په تور توقیف کړي دي.

د پولنډ چارواکو نن نیول شوي کسان د روسیې د یوې استخباراتي کړۍ غړي یاد کړي چې، د دوی په ټکو دغه هېواد کې یې د ورانکاره فعالیتونو هوډ درلود.

اسوشیتید پریس د پولنډي چارواکو په حواله ویلي، نیول شویو کسانو د اوسپنې د هغې پټلۍ څارنه کوله چې د لوېدیځ له خوا اوکراین ته پرې وسلې لېږدول کېږي.

په خبر کې راغلي چې، دغو کسانو غوښتل اوکراین ته د وسلو لېږدولو چاره له خنډ سره مخامخ کړي.

روسیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.