ملګري ملتونه وايي، د دغه سازمان هدف د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې، تبعیض او تاوتریخوالي د زیاتوالي پر وړاندې د جدي اقداماتو ترسره کول وو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش پرون د مارچ په ۱۵مه د اسلاموفوبیا پر وړاندې د مبارزې د لومړۍ نړیوالې ورځې په مناسبت وویل، تبعیض هر څوک کمزوری کوي او باید ودرول شي.
د ګوتېرش په وینا نن او هره بله ورځ، موږ باید د خپل ګډ انسانیت په بیا ټینګار سره د وېشلو ځواکونو سره مبارزه وکړو.
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې د مارچ ۱۵مه د اسلاموفوبیا پر ضد د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه، چې موخه يې د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې له منځه وړل دي.