د اوکراين پوځ: روسي ځواکونو د بخموت شاوخوا سيمو کې پر پوستو بريدونه کړي

اوکرايني سرتېري

په داسې حال کې چې له څو میاشتو راهیسې د دونیتسک په ختیځ کې د باخموت ښار لپاره سخته جګړه روانه ده، د اوکراین پوځ نن (د مارچ ۱۶مه) اعلان وکړ چې، روسي ځواکونو په باخموت او شاوخوا سیمو کې د اوکراین پر پوستو ګڼ بریدونه کړي دي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر په خپل یوه ورځني بولټن کې ویلي، اوکرایني ځواکونو په شمال او لوېدیځ کې د یوریکوف واسیلیوکا او بوهدانیوکا په سیمو کې د "بې شمېره بریدونو" مخه نیولې ده، په داسې حال کې چې روسي ځواکونه د ښار د نیولو او د اړیکو پرې کولو هڅې کوي.

د اعلامیې له مخې، روسیې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد په ختیځ کې پر باخموت ۷۵ او پر خارکیف یو راکټي برید کړی، چې په ترڅ کې یې ملکي بنسټونه او د انرژۍ مرکزونه په نښه شوی دی.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند پاټ رایډر خبرداری ورکړی چې، راتلونکې میاشتې به د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د پایلو ټاکونکې میاشتې وي.