ايراني چارواکو د اجباري حجاب عملي کېدو لپاره د نويو اقداماتو وړانديز کړی

د اجباري حجاب عملي کېدو په وړاندې اعتراضونه، ارشيف

ایراني‌چارواکو په دغه هېواد کې د اجباري حجاب د عملي کېدو لپاره د نویو اقداماتو وړاندیز کړی دی.

په دغو اقداماتو کې د هغو نجونو او ښځو د پېژندلو او مجازاتو لپاره د څارونکو کمرو د استفادې یادونه شوې چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د مظاهرو پر مهال دغه قانون نه عملي کوي.

په ایران کې د اجباري حجاب قانون او د نظام یو شمېر نورې تګ‌لارې له تېرې سپتمبر میاشتې راهیسې، چې یوې پيغلې مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې سا ورکړه، له پراخو مخالفتونو او اعتراضونو سره مخامخ شوي دي.

د ازادي راډيو د ایران څانګې رادیو فردا د ایران د پارلمان د کلتوري کمېسیون د یوه غړي په حواله ویلي، دوی د حجاب د مراعاتولو په تړاو ۷ وړاندیزونه کړي چې د دولت مشرتابه منلي او دا مهال د ایران د ملي امنیت شورا کې تر بحث لاندې دي.

نویو وړاندیزونو کې د حجاب د نه مراعاتېدو فزیکي سزا ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې، خو ویل شوي چې سرغړونکې مېرمنې به له ځینو نورو سزاو لکه مبایل یا انټرنیټ ته له نه لاس‌رسي سره مخامخ شي.