د طالبانو حکومت: دوو ورځو کې نږدې پنځه زره افغانان له ايرانه بېرته راستانه شوي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روانې اوونۍ د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو کې نږدې پنځه زره افغان پناغوښتونکي له ایرانه بېرته هېواد ته ګرځېدلي دي.

دغه وزارت پرون چهارشنبه په یوه ټویټ کې ویلي، دغه ۴۹۸۶ افغانان د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته ستانه شوي.

بل لورته دغه وزارت په یوه جلا خبر کې ویلي چې، د پاکستان له زندانونو ۲۶ افغانان خلاص شوي او د سپین بولدک دروازې ته رسول شوي دي.

د وزارت په خبره، خلاصو شویو زندانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، هغه افغانان چې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې اوسیږي، شمېر یې اته اعشاریه دوه میلیونو ته رسیږي.