د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيرې د افغان نجونو او مېرمنو پر وضعيت اندېښنه ښودلې

يو شمېر معترضې نجونې، ارشيف

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پيني وانګ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

اسټرالیایي ورځپاڼې مندریان د مېرمن وانګ په حواله لیکلي، که پر ښځو د طالبانو بندیزونه پای ته ونه رسیږي، افغانان به له ناوړه پایلو او راتلونکې سره مخامخ شي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړی چې، دوی به افغان مېرمنې له یاده ونه باسي.

طالبانو چې حکومت یې پرون ۱۹ میاشتنی شو، د واکمنۍ له همغو لومړیو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل.

د دوی حکومت تېره دسمبر میاشت کې د نجونو لوړې زده‌کړې هم تر دویم اعلان پورې وځنډولې.

طالبان وایي، دوی د نجونو د تعلیم مخالف نه‌دي، خو په موقت ډول یې د دوی د تعلیم چارې ځنډولي دي.