د فنلنډ ولسمشر ناټو کې د غړيتوب اخيستلو د هڅو په موخه ترکيې ته سفر کوي

د فنلنډ ولسمشر ساولي نینیستو

ټاکل شوې د فنلنډ ولسمشر ساولي نینیستو Sauli Niinisto به بل سبا د جمعې په ورځ ترکیې ته لاړ شي او د دې هېواد له ولسمشر رجب طیپ اردوغان سره به په ناټو تړون کې د فنلنډ د غړیتوب د هڅې پر موضوع خبرې وکړې.

انقرې په دې وروستیو کې داسې نښې ښودلي چې، چمتو ده په دې تړون کې د فنلنډ د غړیتوب ملاتړ وکړي.

د فنلنډ د ولسمشرۍ دفتر وویل، نینیستو به په دې سفر کې چې د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو به هم ورسره ملګرتیا کوي، په ترکیه کې د فبرورۍ د میاشتې ویجاوړونکې زلزلې وروسته د بیارغونې د هڅو او په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب پر موضوعاتو خبرې وکړي.

فنلنډ او سویډن پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله په تېره می میاشت کې د لسیزو ناپیلتوب ته شا کړه او د لوېدیځ په دغه تړون کې یې د غړیتوب رسمي غوښتن‌لیکونه وړاندې کړل.

ترکیه او هنګري د ناټو هغه دوه غړي هېوادونه دي چې، تر اوسه یې په دغه تړون کې د دغو سکاونډیناوي هېوادونو د غړیتوب غوښتن‌لیکونه نه‌دي تصویب کړي.