هرات کې د ښځو او ماشومانو روغتون ته د ناروغانو مراجعه ډېره شوې

هرات کې يو روغتون، ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګه وايي، په هرات کې د مور او ماشوم هغه روغتون ته چې د دې سازمان له‌خوا چلول کېږي، په میاشت کې له بېلابېلو ولایتونو تر ۵۰۰۰ زیات ناروغان ورځي.

دغه سازمان پرون په یوه ټویټ کې ویلي، د پروفیسور سکینې یعقوبي دغه روغتون د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له‌خوا خپل کارونه مخ ته وړي، چې د ښځو او ماشومانو روغتیايي اړتیاوې پوره کوي.

وروسته له هغې چې طالبانو په تېره ډسمبر میاشت کې په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، دې کار اړو ښځو ته د بشري مرستو رسول او دوی ته د غیردولتي روغتیايي مرکزونو له‌خوا د روغتیايي خدماتو وړاندې کول اغېزمن کړل.