طالبانو افغان خبریال 'قدرت الله ترار' خوشې کړی

ارشیف

راپورونه وايي چې په خوست کې افغان خبریال قدرت الله ترار د طالبانو له بنده خوشې شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه بیان کې چې بېګا خپور شو په خوست کې د خپلو سرچینو په حواله له درېیو میاشتو بند وروسته د ترار د خوشې کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې نوموړی د ځینو ملاحظاتو له کبله نه غواړي د خوشې کېدو خبر یې رسنیز شي.

قدرت الله ترار د زرغون تلوېزیون خبریال دی چې د لړم په شلمه د طالبانو له خوا ونیول شوی او وروسته پلازمېنې کابل ته انتقال شو.

د طالبانو حکومت نه د هغه د نیولو په اړه څه ویلي و، او نه یې اوس د هغه د خوشې کېدو په اړه څه ویلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ښاغلي ترار د خوشې کېدو هرکلی کړی، خو په عین حال کې یې د طالبانو له حکومته غوښتي چې دوه نور خبریالان خیرالله پرهر او مرتضی بهبودي هم له بنده خوشې کړي.

پرهر په ننګرهار کې د همیشه بهار تلوېزیون خبریال و، چې د مرغومي په نولسمه له جلال آباد څخه کابل ته وغوښتل شو او تر نن ورځې پورې دي دی او افغان- فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي د مرغومي په اولسمه په کابل کې ونیول شو.

طالبانو د دواړو خبریالانو د برخلیک په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.