په بخموت کې د اوکرایني او روسي سرتېرو تر منځ درنې جګړې شوي

اوکرایني سرتېري د جګړې لومړۍ کرښه کې

د اوکراین د ختیځې دونېڅک سیمې په بخموت ښار کې یوځل بیا د اوکرایني او روسي ځواکونو ترمنځ درنې جګړې وشوې.

اوکرایني سرتېرو پرون د دونېڅک په لویدیځ اړخ کې د واګنر په نوم د روسيې د اجیرو ملېشو پر وړاندې مقابله کوله.

د اوکراین د پلیو ځواکونو قوماندان جنرال اولیکساندر سیرسکي پرون د مارچ ۱۳مه وویل چې د واګنر ملېشو له څو استقامتونو څخه پر دوی بریدونه کوي څو د دوی دفاعي لیکې ماتې کړي.

خو جنرال سیرسکي زیاته کړه چې د دوی ځواکونو د روسیې اجیرو سرتېرو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.

څارونکي اټکل کوي چې اوکرایني ځواکونه به په بخموت کې په راروانو اونیو کې د روسي ځواکونو پر ضد په متقابلو حملو لاس پورې کړي.