د اسکار د جایزو وېش مراسم؛ ملالې یوسفزۍ د ملکې ثریا ګاڼې اغوستې وې

د نجونو د تعلیم د حق مدافع او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د یکشنبې په شپه د اکاډیمي اېوارډ یا اسکار جایزو د وېش په مراسمو کې د ملکې ثریا ګانې اغوستې وې.

د اسکار د جایزو د وېش مراسم هر کال په زړه پورې حاشیې لري.

سږ کال په دې مراسمو کې د نورو په زړه پورې مسایلو ترڅنګ د نوبل جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ ځلېدونکو جامو او ګاڼو ته د خلکو پام اوښتی و.

د نجونو د تعلیم د حق مدافع او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د یکشنبې په شپه د اکاډیمي اېوارډ یا اسکار جایزو د وېش په مراسمو کې د ملکې ثریا ګانې اغوستې وې.

ملکه ثریا چې د افغانستان د استقلال د ګټونکي غازي امان الله خان مېرمن وه، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقونو لپاره د کار په سمبول بدله شوې ده.

ډېلي مېل خپرونه لیکي چې ملالې د ملکې ثریا د ګاڼو په اغوستو سره د ښځو د تعلیم دې مخکښې ملکې ته خپل ارادت او اخلاص څرګند کړ.

ملکه ثریا او شاه امان الله خان

ملکې ثریا په ۱۹۲۶ کال کې د افغانستان د خپلواکۍ د نهمې کلیزې په مناسبت په یوه وینا کې وویل چې د افغانستان ازادي په ټولو افغانانو پورې اړه لري.

هغې له ښځو وغوښتل چې د افغانستان په پرمختګ کې برخه واخلي.

په افغانستان کې د ښځو لپاره لومړنۍ خپرونه هم د ملکې ثریا په نوښت چاپ شوې ده.

ملالې یوسفزۍ په دې مراسمو کې یو اوږد کمیس چې ټوکر یې ځلېده او ټول بدن یې پوښلی و او پاسنۍ برخه یې د پوړني په بڼه جوړه شوې وه اغوستی و او د ګاڼو لپاره یې د شاوخوا یوې پېړۍ مخکې غوږولۍ چې د الماسو پاولي یې لرل او همداراز د نولسمې پېړۍ د الماسو ګوتمۍ اغوستي وو.

دا ګاڼې د لرغونو، انتیکو ګاڼو د نامتو پلورونکي فرید لایټن له کلکسیون څخه غوه شوې وې، خو په راپور کې نه دي ویل شوي چې فرید لایټن د افغانستان د پخوانۍ ملکې ګاڼې له کومه ترلاسه کړې دي.

ملالې یوسفزۍ د خپل مستند فلم د ملاتړ لپاره د اسکار جوایزو د وېش په مراسمو کې ګډون کړی و.

دا فلم چې نوم یې 'پردی په دروازه کې' او ډایرکټر یې جوشوا سیفټل دی، د امریکا د سمندري ځواکونو د یوه پخواني سرتېري کیسه کوي چې د منځني ختیځ هېوادونو ته څو ځلې په سفرونو هم تللی خو له مسلمانانو څخه وېره یې له زړه نه وځي.

که څه هم د ملالې فلم د اسکار د غوره مستند فلم جایزه ونه ګټله، خو هغې ویلي دي چې د دې فلم د انسانانو په ذهن کې بدلون راوستلای شي.