د افغانستان نولس کلنو ځوانانو بنګله‌دېش ته د ۲۷۲ منډو هدف ورکړ

افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د کم‌عمره ځوانانو د کرېکټ لومړنۍ سیالي په عربي متحده اماراتو کې پیل شوې چې افغان لوبډلې د۲۷۲ منډو هدف ټاکلی دی.

د اماراتو په ابو ظبۍ ښار کې نن سهار د کابل پر وخت ۹:۳۰ بجې په دې پیل شوې سیالۍ کې د افغان توپ وهونکو له ډلې سهیل خان سلیزه وهلې ده.

دغه راز په نورو افغان توپ وهونکو کې بیا سلیمان عربزي ۵۵، محمدهارون ۴۳ او اکرم محمدزي ۲۸ منډې کړې دي.

بنګله‌دېش هم خپه پاڼۍ پیل کړې ده.

دواړه لوبډلې به دوه یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.