ابوظبۍ کې د افغانستان او بنګله‌دېش ۱۹کلونو لوبډلو ترمنځ لومړۍ يوه ورځنۍ لوبه روانه ده

افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال

د افغانستان او بنګله‌دېش تر ۱۹ کلنو کم‌عمره کرېکټ لوبډلو نن دوشنبه د دوو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لومړنۍ هغه پيل کړه.

افغان لوبډلې په ټولو پنځوسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو بنګله‌دېش لوبډلې ته ۲۷۷ منډې هدف وټاکه.

ټاکل شوې چې دویمه سیالي د مارچ میاشتې په ۱۵مه نېټه ترسره شي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو پر اساس، د مارچ په ۱۸مه نېټه به د افغانستان په کوربتوب د بنګله‌دېش او سریلانکا له کم‌عمره لوبډلې سرهدرې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ هم پیل شي.

د ویلو ده چې، دې سیالیو ته افغان کرېکټ بورډ تر ۱۹ کلونو د کم‌عمره ځوانانو تازه دمې ۲۱-کسیزه لوبډله لېږلې ده.