اوکرايني پوځ روسي ځواکونو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولې ادعا کړې

يو شمېر اوکرايني سرتېري

که څه هم د روسیې جنګیالي وايي دوی د اوکراین پر بخموت ښار خپلو حملو ته دوام ورکړی، خو د اوکراین یو پوځي قوماندان وايي، یرغلګرو ځواکونو ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

بل‌خوا یو بانفوذ تحقیقاتي مرکز وايي، داسې ښکاري چې د اوکراین د ختیځې سیمې دونیڅک په شا و خوا کې په کرملین پورې د تړلو اجیرو پوځیانو مخه نیول شوې ده.

د اوکراین پوځ پرون ادعا وکړه، چې د ۲۴ ساعتونو په لړ کې د روسیې څه باندې ۱۰۰۰ پوځیان وژل شوي دي.

په واشنګټن کې دېره د جګړې یوه مطالعاتي انستیتیوت ویلي، داسې شواهد نه‌شته چې د روسیې ځواکونو دې پرون په بخموت ښار کې پرمختګونه کړي وي.

تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو، هغه سیند چې د ښار له منځه تېر شوی، اوس د جګړې په لومړۍ کرښه بدل شوی دی.

د جګړې مطالعاتي انستیتیوت وايي، د اوکراین او روسیې سرچینو په بخموت کې د سختې جګړې راپور ورکړی، خو په لیرو پرتو سیمو کې په روسیه کې د دېره واګنر ګروپ جنګیاليو مخه نیول شوې ده.