د افغانستان بانک نن ۱۶مليونه ډالر ليلاموي

ارشيف

د افغانستان بانک غواړي چې، نن دوشنبه د داوطلبۍ له لارې تر۱۶ ملیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.

د افغانستان بانک چې کنټرول يې د طالبانو په لاس کې دی، په یوه ټویټ کې ویلي چې، سوداګریز بانکونه او د صرافۍ او د پولي خدمتونو شرکتونه چې په شرایطو برابر وي، کولای شي چې په دغې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

دا په وروستیو درې ورځو کې دوهم ځل دی چې، دغه بانک امریکایي ډالر بازار کې لیلاموي.

د تېرې شنبې په ورځ یې هم د داوطلبۍ له لارې د تر۱۶ ملیون امریکایي ډالرو پورې د پلورلو خبره کړې وه.

د اقتصادي چارو د کتونکوپه باور دغه اقدام د دې لپاره کېږي چې د بهرنیو اسعارو په تېره د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت ثابت وساتل شي.