له نړيوال فضايي تم‌ځای څلور ستورمزلي ځمکې ته ستانه شول

ارشيف

هغه څلور ستورمزلي چې شا و خوا ۵ میاشتې یې په نړیوال فضايي تم‌ځي کې تېرې کړې وې، نن د سپېس اکس شرکت د چټکې الوتنې په مرسته ځمکې ته ستانه شول.

د ډراګون په نوم هغه کپسول کې چې دوی په‌کې ناست وو، د فلوریدا ایالت په سواحلو کې ټامپا ته څېرمه پر اوبو راکښته شو.

د امریکا د متحدو ایالتونو، روسیې او جاپان دغه ستورمزلي په تېره اکتوبر میاشت کې نړیوال فضايي تم‌ځي ته تللي وو.

ځمکې ته د دوی ستنېدل څو وارې د خرابې هوا له کبله ځنډېدلي وو.