هند کې د يو مسلمان سړي د وژنې په تړاو درې کسان نيول شوي

د هند بيرغ، ارشيف

په هند کې پولیسو درې کسان په بیهار ایالت کې د یوه مسلمان سړي د وژنې د قضیې په تړاو نیولي دي.

پولیسو پرون شنبه وویل، پر دغه ۵۶ کلن مسلمان سړي چې نسیم قریشي نومېده، د خلکو د یوې پارېدلې ډلې له‌خوا د دې لپاره حمله شوې وه، چې شک کېده د خوسکي غوښه ورسره وه.

د هند په ځینو برخو کې د محلي حکومتونو له‌خوا د خوسکي او غويي د غوښې خرڅول او کارول منع شوي دي.

په هندویزم کې غواګانو ته په درنه سترګه کتل کېږي او پر هغو کسانو وخت ناوخت حملې کېږي، چې د غواګانو په وژنه تورن دي.

په هند کې چې مسلمانان په‌کې اقلیت دی، کله ناکله دغه غوایان د هغوی د غوښې د خوړلو یا هم د څرمن د کارولو لپاره حلالوي.