يونسېف: له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته د پوليو وايروس د انتقال خطر شته

ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، افغانستان ته له هغو ستنېدونکو سره د ګوزڼ یا پولیو د وایروس د انتقال خطر شته، چې له ګاونډیو هېوادونو ور روان دي.

په افغانستان کې د یونېسف د پولیو له‌منځه وړلو پروګرام د اړیکو مسوول کمال شاه له ازادي راډیو سره پرون په خبرو کې وویل، تر ډېره له پاکستانه په راروانو کسانو کې د دې وایروس د انتقال خطر شته.

"دا چې افغانستان ته کډوال راستنېږي، له دوی سره د پولیو وایروس د انتقال خطر شته

نوموړي وويل: "دا چې افغانستان ته کډوال راستنېږي، له دوی سره د پولیو وایروس د انتقال خطر شته. پر دې اساس کله چې دوی افغانستان ته داخلېږي، پر پولو موظفې ډلې شته چې افغانستان ته راروانو کسانو ته د پولیو واکسین ورکوي. هیله لرو چې دغه راستنېدونکي افغانستان ته تر داخلېدو مخکې واکسین وکړي."

روان میلادي کال په افغانستان کې ګوزڼ یا پولیو د کومې مثبتې پېښې راپور نه‌دی ورکړل شوی، خو تېر کال د دوو مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی و.

تېر میلادي کال د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې شل مثبتې پېښې ثبت شوي چې، ټولې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې وې، چې زیات افغان کډوال په‌کې دېره دي.

پر ګوزڼ اخته يو افغان ماشوم، ارشيف

په افغانستان کې د یونېسف د پولیو له‌منځه وړلو پروګرام د اړیکو مسوول کمال شاه وايي، افغانستان له پاکستانه راروانو کسانو ته تر ډېره دغه واکسین ورکول کېږي.

ښاغلی کمال شاه وايي: "په شرقي حوزه کې هغه کسان چې د تورخم له لارې راځي هم د پاکستان او هم د افغانستان له لوري ټولو عمر لرونکو کسانو ته واکسین ورکول کېږي. د سپین بولدک له لارې چې راځي د پاکستان له‌خوا ټولو عمر لرونکو کسانو ته واکسین ورکول کېږي، خو د افغانستان په اړخ کې تر لس کلنۍ پورې ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي."

ګوزڼ یا پولیو یو ډول انتاني او ساري ناروغي ده چې، د ماشوم د بدن عصبي سیستم اغېزمنوي او د فلج کېدو سبب یې کېږي.

دا ناروغي تر ډېره د ناپاکو خوړو، اوبو او په ویالو یا ډنډونو کې د ناروغو ماشومانو د لمبېدو له لارې نورو ته خپرېږي.

نن سبا افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د پولیو وایروس په‌کې ختم شوی نه‌دی.