ایران په تېره یوه اونۍ کې طالبانو ته ۹۰۰ افغان بندیان سپارلي

د اسلام کلا بندر چې په کې افغان بندیان طالبانو ته سپارل شوي دي.

د یو شمېر راپورونو له مخې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې ایران نهه سوه افغان زندانیان افغانستان ته سپارلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل رسنیو ته ویلي چې تمه ده نور افغان زندانیان به هم له ایرانه افغانستان ته انتقال شي.

د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې وروستۍ ډله زندانیان د پنجشنبې په ورځ اسلام کلا بندر ته ورسېدل چې شمېر یې یوسل او یو اتیا تنه و.

پر افغانستان د طالبانو له دویم ځلي واکمنۍ راوروسته ګڼ افغانان ایران ته په غیرقانوني لارو کډوال شول چې یو شمېر یې د اسنادو د نه لرلو په تور زنداني شوي دي.