د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلو تر منځ د سیالیو مهالوېش کې بدلون راغلی

د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یوې پخوانۍ لوبې انځور

د افغانستان او پاکستان کرکټ بورډونو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د شل اورونو د درېیو لوبو مهالوېش رامخته کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې د دې لوبو لړۍ یوه ورځ رامخکې شوه او اوس به لومړۍ لوبه د مارچ په ۲۴مه وي، دویمه به د مارچ په ۲۶مه او درېیمه به د مارچ په ۲۷مه په شارجه کې ترسره شي.

مخکې دا لوبې د مارچ په ۲۵مه، ۲۷مه او ۲۹مه پلان شوې وې.