ډیپلومات: اوبو کې د افغان مېرمنې ډوبېدو له یو ملت سره د شوې ناځوانۍ سمبول په ډاګه کړ

تورپېکۍ امرخېل چې د ايټاليا اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې مړه شوه.

ډیپلومات:

ډیپلومات خپرونې پرون په دې عنوان لیکنه خپره کړې په سمندر کې د یوې افغان مېرمنې ډوبېدو له یوه ملت سره د شوې ناځوانۍ سمبول په ډاګه کړ.

د خپرونې اشاره ۴۲ کلنې افغان خبریالې تورپېکۍ امرخېل ته وه چې د اروپا په نیت یې روانه شوې کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوه، هغې او شاوخوا ۶۰ نورو کسانو ساه ورکړه.

د ایټالیا سواحلو ته څېرمه د کښتۍ د ډوبېدو په دې پېښه کې چې د روانې کب/حوت میاشتې پر اوومه وشوه، د مړو افغانانو شمېر ۳۲ ته رسېږي.

د ډیپلومات په لیکنه، تورپېکۍ امرخېل له څه باندې ۲۰۰ افغان، ایراني او سوریايي پناه غوښتونکو سره په کښتۍ کې له ترکیې روانه شوې وه او غوښتل یې ځان د اروپايي ټولنې کوم غړي هېواد ته ورسوي.

د راپورونو پر اساس په دې پېښه کې د تورپېکۍ امرخېل تر څنګ د هغې ورېره، د ورېرې مېړه، د ورېرې زوی مړه شوي او دغه راز د ورېرې یوه لور یې لا هم نادرکه ده.

په لیکنه کې راغلي چې د ایټالیا مرستندویانو په داسې حال کې چې د ژمي یخه څپه وه، د یوې وړې کښتۍ د ټوټو په منځ کې د هغې د ملګرو ملتونو شین او سپین رنګه پېژندکارډ ترلاسه کړ.

د مقالې لیکوال فلیپ سمَکر زیاتوي، دا مړینې د یوې ناځوانۍ ګنګسوونکی داستان بیانوي چې د یوه خبریال او د امریکاد حکومت د عامه چارو د کارکوونکي په توګه د دوو لسیزو لپاره له افغانستان سره تړلی وم، خو دا ځل خبره زما د یوه دوست او همکارې د مړینې وه.

د ډیپلومات د مقالې لیکوال وايي، له تورپېکۍ سره یې د افغان ښځینه خبریالانو په اړه پر ځینو راپورونو کار کړی و او دوی د بشري حقونو پر مسایلو هم راپورونه جوړ کړي وو.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي چې تورپیکۍ امرخېل په افغانستان کې له محرومیت او ستونزمن ژوند څخه د ځان ژغورلو لپاره کډوالۍ ته اړ شوه خو ارمانونه یې نیمه خوا شول.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې چې د امریکا له متحدو ایالتونو خپرېږي، پرون په دې باب لیکنه خپره کړې چې داعش ډلې په بلخ کې د طالبانو پر یوه مشر د حملې مسوولیت ومانه.

ورځپاڼې د اسوشېټېډ پریس اژانس په استناد لیکلي، دا حمله د پنجشنبې په ورځ د بلخ پر والي مولوي محمد داوود مزمل وشوه، چې په نتیجه کې یې مزمل او دوه نور کسان ووژل شول.

د لیکنې په دوام راغلي، د داعش د خراسان څانګه د طالبانو عمده مخالفه ډله ده چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته یې خپلې حملې زیاتې کړې دي.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د خپرې شوې لیکنې له مخې، د داعش ډلې په دغسې حملو کې د طالبانو ګزمې او د شیعه اقلیت غړي په نښه شوي دي.

د بلخ لپاره د طالبانو پر والي دا حمله داسې وخت وشوه او مسوولیت یې داعش ډلې ومانه، چې راپورونه وايي تېره چهارشنبه په بلخ کې د طالبانو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ اته غړي ووژل شول.

د دې کورنۍ غړو پرون جمعه کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مخې ته اعتراض وکړ او ویې ویل وژل شوي کسان ملکیان وو.

د واشنګټن پوسټ د خپاره شوي مطلب له مخې، وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، دا د دوی تر ټولو جګپوړی چارواکی دی چې په دغسې حمله کې وژل کېږي.

طالبانو په فبروري میاشت کې په څو عملیاتو کې د داعش ډلې د غړو او مشرانو د وژل کېدو ادعاوې کړې دي.