په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴.۶ میلیارد ډالرو بسپنې غوښتنه شوې

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې او شریکانو یې د روان ۲۰۲۳م کال د بشردوستانه غبرګون د پلان لپاره د څلور اعشاریه ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د بسپنې غوښتنه وکړه.

اوچا وايي، د دې پلان هدف دا دی، په افغانستان کې له ۲۳ میلیونه او ۷لکه کسانو سره بشري او د خوندیتوب مرسته وشي.

د افغانستان د بشردوستانه غبرګون پلان د ۲۰۲۲م کال په اګست میاشت کې برابر او د روان ۲۰۲۳م په جنورۍ میاشت کې خپور شو.

ریلیف ویب چې د اوچا مربوط ویبسایټ دی، پرون په یوه مفصل راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز د دې سبب شوی، چې اړو کسانو ته د بشري مرستو رسول اغېزمن شي.