'شي جین پینګ' د چین د ولسمشر په توګه خپل درېیمه دوره پیل کړه

د چین د ولسمشر شي جین پینګ

شي جین پینګ نن د چین د ولسمشر په توګه خپل درېیمه دوره پیل کړه او ګومان کېږي له دې سره به دی په څو نسلونو کې تر ټولو په یو ځواکمن رهبر بدل شي.

د چین پارلمان په غوڅ اکثریت دی په داسې حال کې د ولسمشر په توګه وټاکه، چې شي جین پینګ په تېره اکتوبر میاشت کې د راروانو پنځو کلونو لپاره د کمونېست ګوند د مشر په توګه غوره شو.

پر ۶۹ کلن شي د کرونا د صفر کولو د سیاستونو او له دې سیاستونو تر لاس اخیستو وروسته د ګڼو کسانو د مړینې له کبله انتقادونه شوي دي.

شي جین پینګ خپله د ولسمشرۍ درېیمه دوره داسې وخت پیلوي، چین چې د نړۍ دویم لوی اقتصادي ځواک دی، له ځینو ستونزو سره مخامخ دی چې یوه یې په دغه هېواد کې د ودې کمزوری بهیر، بله د املاکو د سکټور ستونزې او د زېږون د شمېر کمېدل دي.

د امریکا له متحدو ایالتونو سره هم د چین اړیکې دومره په ټیټه سطحه کې دي چې په وروستیو لسیزو کې یې ساری نه و لیدل شوی.