د جرمني یوه کلیسا کې د ډزو له کبله د بریدګر په ګډون ۸ تنه وژل شوي

د جرمني هغه سیمه چې د یوه بریدګر له کبله په کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د جرمني پولیسو نن ویلي، تېره شپه د شمالي ښار هامبورګ په یوه کلیسا کې د ډزو له کبله د حمله کوونکي په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي.

د جرمني پولیسو په خپل ویبسایټ کې لیکلي چې په دې پېښه کې بې شمېره نور کسان ټپیان شوي دي.

تر اوسه د برید احتمالي انګېزه نه ده معلومه او پولیس د برید د څرنګوالي په پلټنه بوخت دي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ چې د هامبورګ د ښاروال په توګه یې هم دنده ترسره کړې د ډزو دغه پېښه د تاوتریخوالي وحشیانه عمل بللی دی.