اوچا: پر افغان ښځو محدودیتونه اقتصادي، ټولنیزې او رواني منفي پایلې لري

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال د ډسمبر په وروستیو کې پر ښځینه محصلانو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه د هغوی د ژوند پر ډېرو نورو برخو اغېز کوي.

دغې ادارې پرون پنجشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې دغه محدودیتونه، د تګ راتګ، خدمتونو او ضروري معیشیتونو ته د لاسرسي په برخو کې د ښځو ازادي محدودوي چې اقتصادي، ټولنیزې او رواني منفي پایلې به ولري.

طالبانو ښځې او نجونې له لوړو او پوهنتوني زده کړو منع کړي او په تېره ډسمبر میاشت کې یې ښځې په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې له کار کولو هم راګرځولې دي.