رامز الاکبروف: افغان ښځې په اقتصاد کې خورا مهم رول لوبوي

ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال رامز الاکبروف وایي، افغان ښځې په خپل کورني او د هېواد په اقتصاد کې خورا مهم رول لوبوي.

الاکبروف پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو دفتر د یوه پروګرام په ترڅ کې د افغانستان په جنوب کې د ۱۶۶۵ ښځو ملاتړ کړی دی.

دغو ښځو ته هره میاشت د کورونو په محوطو کې د چرګانو د روزنې، لبنیاتو او سبزیجاتو د پروسس له لارې ۲۳۴۰ افغانۍ چې ۲۷ ډالره کېږي، ورکړل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق بیا پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغان ښځو د معیشیت ښه کول په افغانستان کې د دې صندوق د فعالیت اساسي جز دی.

دې صندوق ویلي چې دغه فعالیت ته یې یو شمېر هغو هېوادونو زمینه برابره کړې چې ورسره یې سخاوتمندانه مرستې کړي دي.