اوکرایني چارواکي: باخموت ښار لا هم تر کنترول لاندې ده

باخموت کې د لومړۍ کرښې یو انځور

اوکرایني چارواکي ډاډ څرګندوي چې باخموت ښار لا هم د دوی تر کنترول لاندې ده.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز داسې وخت دا خبره کړې چې د روسیې جګړه مارانو پرون ادعا وکړه چې باخموت ښار یې نیولی دی.

روسیې په باخموت کې د واګنر جګړه ماران ګمارلي او څو اوونۍ یې له اوکراییني ځواکونو سره سختې نښتې کړې دي.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز ویلي چې په تېر یوه شپه او ورځ کې يې په باخمتو باندې د روسیې څه باندې سل بریدونه شنډ کړي دي.