د بلخ لپاره د طالبانو والي 'محمد داوود مزمل' په یوه چاودنه کې ووژل شو

د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل چې په خپل دفتر کې د چاودنې له کبله نن سهار وژل شوی دی.

د بلخ لپاره د طالبانو حکومت والي مولوي محمد داوود مزمل په یوه ځانمرګي برید کې کې ووژل شو.

حاجي خیرالدین د بلخ ولایت د نننۍ پېښې یو له ټپيانو دی چې له رسنیو سره یې د خپل وضعیت او د دې چاودنې په اړه خبرې وکړې.

نوموړی وایي چې د خپلو اسنادو لپاره د بلخ ولايت مقام ته تللى و او په دې پېښه کې ټپي شوى دى.

هغه زیاته کړه : "۹ ته پنځه دقیقې پاتې وې یا به تېرې وې چې زه روان وم. خلک ناست وو چې د دوې تر منځ چاودنه وشوه، زه نور ولوېدم، مولوي صیب مې هلته ولید چې په وینو لت پت و. زما لاس هم ټپي شوی."

خیرالدین وايي چې په دې پېښه کې ډېری ملکي کسان ټپيان شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په بلخ ولایت کې د دې پېښې په تایید سره ازادي راډيو ته وویل چې یو کس د بلخ ولایت مقام ته څېرمه ځانمرګی برید کړی چې له امله یې د بلخ والي داوود مزمل په ګډون یو بل کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

خو د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ ویاند اصف وزیري بیا د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته داسې وویل: "له بدمرغه د سهار ۹ بجو شاوخوا، د بلخ ولایت مقام کې چاودنه وشوه چې له بده مرغه په دې پېښې کې د بلخ ولایت والي مولوي محمد داوود مزمل او دوه نور ملکي وګړي په شهادت ورسېدل. څېړنې دوام لري."

په همدې حال کې د بلخ ولايت د عامې روغتيا رياست وياند خير محمد خيرخواه سيمه ييزو رسنيو ته وويل چې روغتون ته يو تن مړ او څلور ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه وايي: "د پېښې له ځای څخه مو د بلخ ولایت حوزوي روغتون ته د یوه جسد او څلور ټپیانو په ګډون پنځه تنه انتقال کړل."

د افغانستان ازادي، ملي او اسلامي تحریک، چې د طالبانو وسله واله مخالفه ډله بلل کېږي، ادعا کوي چې دا برید دوی ترسره کړی دی.

دغه تحریک ته په منسوب ټویټر کې د دې تحریک د ویاند خالد پاڅون له قوله ویل شوي: "د دوی ټیم وتوانېد چې په یو قوي عملیاتو کې خپل هدف ته ورسېږي او په پایله کې یې د بلخ والي ووژل شو او یو شمېر نور طالبان ټپیان شوي دي."

له بلې خوا د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په یوه پیغام کې ویلي چې د بلخ والي د دغې ډلې د سختو داخلي اختلافاتو له امله وژل شوی دی.

  • محمد داوود مزمل څوک و؟

محمد داوود مزمل د افغانستان له پخواني حکومت او په دې هېواد کې له نړيوالو ځواکونو سره د طالبانو د جګړې پر مهال د دغې ډلې یو له مهمو قوماندانانو څخه و.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته مزمل د ننګرهار والي و چې د اسلامي دولت یا داعش پر ضد یې د جګړې مشري کوله.

محمد داوود مزمل چې نن په بلخ کې د یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

څه موده وروسته د طالبانو د مشر په حکم د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت د مرستيال په توګه وټاکل شو، خو پنځه مياشتې وړاندې د بلخ والي وټاکل شو.

دا د طالبانو لومړی لوړپوړی چارواکی دی چې په افغانستان کې د دې ډلې له واکمنېدو وروسته وژل کېږي.

په ۲۰۱۸م کې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت له ایران سره د ترهګرو ډلو په پیاوړتیا کې د مرستې په تور پر داوود مزمل بندیز ولګاوه.

د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې چاودنې او بریدونه په داسې حال کې زیات شوي چې د هرات ولایت د اوبو رسولو مدیر محمد نادر کاکړ تېره ورځ په یوه وسله وال برید کې د درېیو تنو په ګډون ووژل شو. داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.