اوتونبایوا: پر ښځو د طالبانو بندیزونه ښايي د مرستو کمېدو سبب شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د طالبانو له لوري پر افغان ښځو بندیزونه ښايي افغانستان ته د مرستو د کمېدو سبب شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا پرون چهارشنبې امنیت شورا ته وویل چې دوی په ۲۰۲۳ م کال کې د افغانستان لپاره د ۴ اعشاریه ۶ میلیارد ډالره مرستې غوښتنه کړې، خو دا مرسته طالبانو د ښځو خلاف په خپلو اقداماتو له خظر سره مخامخ کړې ده.

طالبانو نجونې او ښځې له زده کړو او کاره منع کړي او حتي له محرم پرته یې له کوره د هغوی پر وتلو بندیز لګولی دی.

د دوی دا ډول اقدامات په نړۍ کې له سختو انتقادونو سره مخامخ شوي دي.