امریکا په افغانستان کې د ۷ میلیارده او دوه سوه میلیون ډالرو په ارزښت وسلې پرې ایښي

د امریکا په مشرۍ له ناټو ځواکونو پاتې نظامي وسایط چې اوس د طالبانو په کنترول کې دي.

د متحدو ایالتونو یوې دولتې ادارې کانګرس ته په یوه راپور کې ویلي چې امریکا په ۲۰۲۱ کې د ځواکونو له ایستلو وروسته په افغانستان کې د ۷ میلیارده او دوه سوه میلیون ډالرو په ارزښت وسلې پرې ایښي دي.

له هغه راپور سره سم، چې په فبرورۍ کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر خپور کړ، د امریکا دفاع وزارت د تېر کال په مارچ کې کانګرس ته ویلي و چې متحدو ایالتونو په افغانستان کې د ۷ میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالرو الوتکې، ماشینګڼې، پوځي ګاډي، مهمات، د شپې د عینکو په شان وسایل او د بایومیټریک الې پرې ایښي دي.

په دې راپور کې، چې سرلیک یې دی: "ولې د افغانستان امنیتي ځواکونه وپرځېدل" راغلي چې په افغانستان کې د ۷۸ پاتې شویو الوتکو ارزښت ۹۲۳ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالره دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې امریکا تر ۴۰ زره ډیر نقلیه وسایط او تر ۳ لکه ډېرې وسلې پرې ایښي دي.