اوکرایني ځواکونه: د بخموت د نیول کېدو په تړاو د روسیې ادعا ناسمه ده

په بخموت کې اوکرایني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې

اوکرایني ځواکونه وایي، د بخموت ښار د نیول کېدو په تړاو د روسیې ادعا ناسمه ده.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز د چهارشنبې په ورځ وویل، ځواکونو یې د څلورویشتو ساعتونو په ترڅ کې د روسیې څه باندې ۱۰۰ بریدونه په شا تمبولي دي.

تر دې وړاندې روسیې ادعا کړې وه چې ځواکونو یې په دونتڅک سیمه کې بخموت ښار نیولی دی.

د اوکراین پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې روسي ځواکونو د بخموت ښار په جګړه کې ډېر تلفات ورکړي دي.

له دې سره همهاله د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، د درنو تلفاتو له ګاللو سره سره روسي ځواکونه ممکن اوس هم د بخموت د نیولو په هڅه کې وي.