ګوتېرش: طالبانو په خپلو محدوديتونو سره پر خلکو ولکه ټينګه کړې

يو شمېر طالب مشران، ارشيف

د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش وایي، پر افغانستان واکمنو طالبانو د اضافي محدودیتونو له لارې پر خلکو زیات کنټرول ټینګ کړی دی.

ګوتېرش دغه څرګندونې د افغانستان د روان وضعیت په اړه په هغه درې میاشتني راپور کې کړي چې، د ملګروملتونو امنیت شورا ته یې وړاندې کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې، د تېر۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې له پوهنتوني زده‌کړو او په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو د راګرځولو پرېکړو د ښځو او نجونو اساسي حقوق لا محدود کړي دي.

د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې پر طالبانو او بهرنیانو د څو لویو حملو مسولیت اخیستی او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د پخوانیو حکومتي چارواکو او د امنیتي پرسونل په وړاندې د طالبانو له‌خوا د غیرقانوني وژنو، خپل‌سري نیونو، شکنجې او ناوړه چلند پېښې مستندې کړي دي.

دا پېښې د طالبانو د ۲۰۲۱ کال د عمومي بښنې له اعلان څخه سرغړونې بلل شوي دي.

د ملګروملتونو سرمنشي په دې راپور کې همدارنګه ویلي چې، په ټوله کې په افغانستان کې بشري اړتیاوې زیاتې شوې او سږ کال په دې هېواد کې د هغو کسانو شمېر چې بشري مرستو ته اړتیا لري، ۲۸،۳ ملیون وګړو ته رسیږي چې تېر کال دغه شمېر۲۴،۴ او وړم کال هم ۱۸،۴ و.

دغه راز ویل شوي چې، په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کاربندیز د دې سبب شوی چې ډېرې ادارې په دې هېواد کې خپل فعالیت وځنډوي چې دې کار هم اړمن کسان په تېره بیا ښځې او نجونې سختې اغېزمنې کړي دي.