روسيې سره د بنديانو تبادلې په لړ کې ۱۳۰ اوکرايني پوځيان خوشې شوي

د روسي او اوکرايني بنديانو تبادله

کییف وايي، له روسیې سره د جنګي اسیرانو د تبادلې په لړ کې ۱۳۰ تنه اوکرایني پوځیان چې څلور ښځې هم په‌کې دي، خوشې شوي.

د اوکراین په جمهوري ریاست کې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز اندرې ییرماک پرون پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې ولیکل، دی د خپلو ټولو هغو همکارانو د ډلې ستاینه کوي چې د ډېرې مودې لپاره یې د دې تبادلې پر عملي کولو کار وکړ.

د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي چې د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو له‌خوا نیول شوي ۹۰ تنه سرتېري یې د پرونۍ تبادلې په نتیجه کې خوشې شوي دي.