يونېسف په پکتيا کې د دوو ماشومانو پر مړينه خواشيني ښودلې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پکتيا ولايت موقعيت

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف د پکتیا په څمکنۍ ولسوالۍ کې د دوو ماشومانو پر مړینه خواخوږي وښوده.

دغې ادارې پرون په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې یونېسف د دغو دوو ماشومانو چې یو یې یوه کلنه نجلۍ او بل یې پنځه کلن هلک و، د مړینې له کبله خوابدې شوې ده.

په دې پېښه کې، چې په اړه یې وضاحت نه‌دی ورکړل شوی، د یونېسف په خبره یوه نجلۍ او بل شپږمیاشتنی ماشوم ټپي شوي دي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق وايي په ټولو حالاتو کې ټول ماشومان باید خوندي کړای شي او دا د هر چا مسوولیت دی، چې ډاډمن کړي څو ماشومان په یوه خوندي چاپېریال کې لویان شي.

د افغانستان له بېلابېلو برخو په وروستیو کې د سرګلولو او یا هم نورو ناچاوده توکو په چاودنو کې د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.