هنګري ناټو کې د سويډن له غوښتن‌ليک ملاتړ کړی

د ناټو سرمنشي ته د سوېډن غوښتنليک سپارل

د هنګري د پارلمان یوې کمېټې نن د سویډن د پارلمان له رئیس سره له کتنې وروسته چې، د هنګري د واکمن ګوند د سیاسي اختلافاتو د هواري لپاره ترسره شوې، وویل په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د غوښتن‌لیک ملاتړ کوي.

د هنګري د پارلمان یو شمېر وکیلانو په دې اړه شکونه ښودلي چې، ایا په ناټو کې د سویډن او فنلنډ چې د دوی په خبره دواړو د هنګري د ډیموکراسۍ په اړه بربنډ درواغ ویلي، د غړیتوب د غوښتن‌لیکونو ملاتړ وکړي.

دواړو هېوادونو وروسته له هغې چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، په دې تړون کې د غړیتوب لپاره غوښتن‌لیکونه وړاندې کړل.