د کار نړيوال سازمان: افغانستان کې د ښځو کاري فرصتونه ۲۵سلنه کم شوي

يو شمېر ښځې چې خياطي کوي، ارشيف

د کار نړیوال سازمان یا ILO وایي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تېر۲۰۲۲ کال په وروستیو درې میاشتو کې د ښځو کاري فرصتونه د ۲۰۲۱ کال د همدې مودې په پرتله ۲۵سلنه کم شوي دي.

د ښځو د کاري فرصتونو د کمېدا مهم لاملونه د طالبانو له‌خوا پر ښځو د کار او زده‌کړې په برخو کې زیات شوي محدودیتونه یاد شوي دي.

د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان جګپوړي همغږي کونکي رامین بهزاد د افغانستان د ۲۰۲۲ کال له ارزونې سره یو ځای په یوه بیان کې ویلي چې، په نجونو او ښځو باندې محدودیتونه د دوی د زده‌کړې او د کار د بازار پر امکاناتو سختې اغېزې کړي دي.

طالب چارواکو ښځې له لوړو او پوهنتوني زده‌کړو راګرځولي او هم یې په غیردولتي مؤسسو کې له کار کولو منع کړي دي.

د کار نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې، په دې موده کې اووه سلنه نارینه کارکونکو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.