زیلینسکي په دونېڅک کې د دفاعي لیکو د پیاوړې کېدو ژمنه کړې

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

په داسې حال کې چې روسي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د اوکراین پر بخموت ښار د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې، ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ژمنه کړې چې د ختیځې دونېڅک سیمې د دې کلابند شوي ښار دفاعي لیکې به نورې هم پیاوړې کوي.

زیلینسکي په خپله بېګانۍ وینا کې وویل چې ده او پوځي قوماندانانو یې پتېیلې چې له بخموت څخه به نه وځي ځکه د ده په وینا له دې ښاره وتل د دوی پلان نه دی.

په عین حال کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستر درستیز نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، سرتېرو یې له پرون راهیسې د روسیې ۱۴۰ حملې شنډې کړې دي.

بیان زیاتوي چې بیا هم د روسیې د پرونیو بریدونو اصلي تمرکز پر بخموت ښار و.