د نړۍ ۱۲ هېوادونو کې په خوارځواکۍ د اخته امیندوارو او شیدو ورکونکو مېرمنو شمېر زیات شوی

ارشیف: په کابل کې یو روغتیايي کلینیک

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې په خوارځواکۍ د اخته امیندوارو او شیدې ورکونکو مېرمنو شمېر ۲۵ فیصده زیات شوی دی.

یونېسف په دې اړه خپل راپور کې چې نن سې شنبه خپور شو ویلي، دغه مېرمنې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۲ هېوادونو کې اوسېږي.

نور هېوادونه بورکینافاسو، چاد، ایتیوپیا، کینیا، مالي، نایجر، نایجریا، سومالیا، جنوبي سوډان، سوډان او یمن یاد شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په خوارځواکۍ د اخته مېرمنو شمېر له پنځه نیم میلیونو څخه شپږ میلیونه او نهو لکو ته رسېدلی دی.

دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې سبا د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده.