د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن د افغانستان سفر پای ته ورساوه

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی توماس نېکلاسن وایي، افغانستان ته یې سفر پای ته ورساوه او د قطر پلازمېنې دوحې ته ستون شو.

نېکلاسن پرون په یوه ټویټ کې یوازې دومره ویلي چې، افغانستان ته په دې سفر کې چې تقریبا یوه اوونۍ یې دوام وکړ، په کابل کې او کندهار کې یې د ده په خبره ډېرې جالبې غونډې درلودې.

هغه په دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړي خو پرون یکشنبې یې په کابل کې وویل، له طالب چارواکو سره په خبرو کې یې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د اوسني بحران د حل لپاره د افغانانو ترمنځ د خبرو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.

نېکلاسن همدارنګه ویلي چې، په ترسره شویو لیدنو کتنو کې یې د طالبانو له چارواکو په دې اړه چې ایا نجونې او ښځې به پرېږي چې بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي، هیڅ کره ژمنې نه‌دي اورېدلي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت له اعلان سره سم نن په سړو سیمو کې د پوهنتونونو تدریسي بهیر بېرته پیلیږي خو د محصلو نجونو برخلیک تر اوسه معلوم نه‌دی.